د کابینې ۱۳ غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.
غونډه کې د کډوالو عالي کميسيون ته دنده سپارل شوې، چې هېواد ته د تازه راستانه شويو کډوالو د کار، استوګنې او نورو برخو کې ستونزو ته رسېدنه وشي او د حل په اړه دې لازمې کړنې ترسره شي.
په غونډه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح په مشرۍ پلاوي ته، چې د کابل ښاروالۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند، کلیو او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کور او ښار جوړولو وزارتونو استازي هم په کې ګډون لري؛ دنده سپارل شوې، چې د هېواد لویو لارو، فرعي لارو او ولایتونو کې د ټولو سرکونو حریم او اندازه معلومه کړي.
همدا راز ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د باروړونکو موټرو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي او ستونزو ته يې د حل مناسبه لار پيدا کړي.