ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه؛ په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي په طرحه او نورو موضوعاتو خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو.

دغې ناستې ته د چارو ادارې لوی ریاست له لوري په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي طرحه، د ریاست‌الوزرا عالي مقام له لوري له فتحې مخکې د کابل په تېره اداره د شوکاڼو رویالیټۍ له امله د پاتې پیسو د ورکړې موضوع، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده او همدارنګه د افغان تعاون ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شمال ډبرو سکرو تصدۍ ریاست سره د تحکیماتي لرګیو د قرارداد د پاتې پیسو د ورکړې موضوع باندې هر اړخیز بحث شوی.

تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې یاد موضوعات دې د تخنیکي کمېټې د نظرونو په نظر کې نیولو سره د نهایي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.