ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان په ووشو نړیوالو سیالیو کې پاکستان ته ماته ورکړه


تېره ورځ ( مرغومې ۲۹مه ) په کابل کې د افغانستان بدني روزنې او ووشو فدراسیون له لوري د افغانستان او پاکستان لوبغاړو ترمنځ د ووشو سانداوانګ نړیوالې سیالۍ وشوې.
په دې سیالیو کې له افغانستان او پاکستان څخه ۳۴ تنه لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو کې ګډون کړی وو، چې افغانستان په نهه بریاوو او شپږ کمربندونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ووشو نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي.