غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت مرکزي غورځنګ حماس ویلي؛ د اسرائیلو هغه وړاندیز یې رد کړی، چې له مخې یې دغه غورځنګ باید خپل شپږ مهم مشران د یحیی سنوار په عمومي مشرۍ له غزې څخه باسي او صهیونست پوځ به یې په بدل کې اوربند کوي.
حماس او اسرائیل اصولاً د یو میاشتیني اوربند پر ټینګښت او د اسیرانو پر تبادله سلا دي، خو د جګړې د دایمي پای ته رسولو پرسر ژور اختلافات موجود دي، چې د اوربند د ټینګېدو مخه یې نیولې ده.
ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر امریکا تور پورې کړی، چې غزه کې د اوربند د ټینګېدو مخه نیسي او نه پرېږدي، چې دواړه ښکېل لوري یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.