ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د اترا ادارې له رییس سره په لیدنه کې؛ د مخابراتي شبکو د لګښتونو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډه ناسته کې د اترا ادارې له رییس مولوي سید برات شاه آغا ندیم او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي له رییس مولوي احمدجان بلال سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اترا ادارې رییس د اترا د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدمتونو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه ګڼ کارونه ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اترا ادارې عواید د پام وړ ډېر شوی او په شفافه توګه راټولیږي.

د نوموړي په وینا په اترا اداره کې مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي، چې ورسره د ادارې په چارو کې مثبت بدلون راغلی دی.

دغه راز د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ریيس د کاري فرصتونو او افغاني تولیداتو د ودې په برخه کې د امارتي شرکتونو په اړه ویلي؛ د معیاري تولیداتو او ځان بسیاینې په موخه د یادو شرکتونو د ودې لپاره هڅې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، یو شمېر غیر فعال شرکتونه بیرته فعال شوي او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اترا دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د قیمتونو راښکته کول او په هېواد کې د مخابراتي شبکو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز د امارتي شرکتونو د ادارې فعالول مهم یاد کړي او په وینا یې په دې سره به یو شمېر ځوانانو ته کارموندنه وشي، هېواد به د خپلو شرکتونو خاوند وي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې به مهم رول ولوبوي.