ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غور چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر بیا فعاله کېږي

د غور ځايي چارواکو د چهارسدې ولسوالۍ د هوايي ډګر د بیا فعالېدو خبر ورکړی.

د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس وايي، چې نن د هوايي ډګرونو لوی رییس د انجنیرانو له یوه ټیم سره د غور هوايي ډګر د ستونزو حل په موخه دې ولایت ته راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې پیلوټ عبدالستار غروال د غور له والي ملا احمدشاه دین دوست سره په لیدنه کې د مرکز فیروزکوه او د دې ولایت د ولسوالیو د هوايي ډګرونو پر ستونزو او مشکلاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي غروال د غور په هوايي ډګرونو کې د شته ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

نوموړي د چهارسدې ولسوالۍ د هوايي ډګر د څېړلو، ارزونې او بیا فعالولو په موخه د انجنیري ټیم یادې ولسوالۍ ته لېږلی دی.

د یادولو وړ ده چې غور کې له څو ولسوالیو پرته ډېری ولسوالۍ هوايي ډګرونه نه لري.