ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو استعمال د هېواد پر طبیعت ناوړه اغېزه کړې ده

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له لوري په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې د وینا پر مهال ویلي؛ افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بده‌مرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت ناوړه اغېزه کړې.

نوموړي ویلي، چې د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده، دا کار یوازې د حکومت مسولیت نه دی، بلکې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو.

ښاغلي برادر اخوند له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو غوښتي، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.

د ریاستال وزرا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی که هر وګړی، یو نیالګۍ کېنوي په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل ټولې تپې زرغونې شي.