ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري له لوري د برېښنا بیلونو د چټکې اداینې نوی سیستم پرانېستل شو

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له لورې د برېښنا بیلونو چټکې اداینې نوی سیستم( اس – برېښنا/سمارټ-برېښنا) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه، تجارتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني، د دعوت الارشاد رییس مولوي حبیب الله حنفي، د لوګر برېښنا او د ولایت ځايي مسولینو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې یادو ګډونوالو د افغانستان برېښنا شرکت او مخابراتو وزارت په ګډو هڅو د برېښنا بیلونو چټکې اداینې ( اس-برېښنا) بیلینګ سیستم جوړول او پر لیکه (آنلاین) کول هغه ستره بریا وبلله چې برېښنايي ډېجیټلي رڼې حکومتولۍ برخه کې په کمو امکاناتو د بشپړ خونديتوب په درلودو سره تر لاسه شوې ده.
د مخابراتو وزارت استازي او تخنیکي سلاکار نادرشاه حایل او د افغانستان اسلامي بانک رییس جاوید احمد ظاهري خپلو ویناوو کې د بیلینګ دا نوی سیستم د افغانستان برېښنا شرکت پېرودونکو لپاره ستره آسانتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د هر ډول اداري فساد او درغلیو بشپړ مخنېوی وشي، د عوایدو خوندیتوب په ګډون به ټول اړوند مالي سیستمونه منظم او له هر ډول ټکني کېدو خوندي شي.
د افغان کادرونو پر مټ جوړ شوی، د اس برېښنا ډېجیټلي سیسټم، چې د افغانستان برېښنا شرکت یې د برېښنا د لګښت بیلونو تنظیم، د عوایدو راټولولو، د ضایعاتو راکمولو، د پیرودونکو چوپړتیاوو او بیلونو د چاپ په موخه کاروي د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ محترم وزارت د ډېجیټلي حکومتوالۍ ټیم له خوا د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي ټیم په مرسته جوړ شوی، چې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به ترې کار واخېستل شي.
ددې سیستم له جوړولو مخکې د برېښنا بلینګ اړوند تخنیکي چارې ۲۸ ولایتونو کې د ایراني سیستم له لارې پرمخ وړل کېدې چې هیڅ ډول امنیتي ډاډمنتیا یې نه درلوده او پر لیکه نه و.
پر دې سربېره په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د ام پاور په نوم هندي بلینګ سیستم کارول کیږي، چې نږدې راتلونکې کې به یې پر ځای د اس-برېښنا سیستم څخه کار اخېستنه پیل شي.
که څه هم ایراني سیستم کلنی فیس نه درلود خو د ام پاور هندي سیستم لپاره له نیم میلیون ډالرو زیات کلنی فیس ورکول کېدو، چې د دواړو سیستمونو کار د شته تقاضاوو لپاره رسېدنه نه کوله او ډاډمن نه وو. خو اوسنی سمارټ – برېښنا بلینګ سیستم چې د افغان تخنیکي کادرونو پر مټ جوړ شوی تل به په آنلاین ډول کارکوي او د بلینګ په ګډون د عوایدو هر ډول منظمو معلوماتو آسانتیاوې لري.
اس-برېښنا سیستم به پیرودونکو ته د برېښنا لګښت پیسو چټکې تحوېلۍ، د تحویل شویو پیسو کره رسېدنې او پېرودونکو له لورې په آنلاین ډول د بیلونو تحوېلۍ آسانتیا سربېره د عوایدو مالي محاسبو بشپړ دقت او په مالي راپورونو کې د روڼتیا رامنځته کېدو ښېګڼې له ځانه سره لري.
د افغانستان برېښنا شرکت د ډیجیټلي شفافې حکومتولۍ پر لور چټک پرمختګ لپاره خپلې هڅې منسجمې کړي او غواړي چې د نویو برېښنايي سیستمونو سره د درغلۍ، فساد او بیروکراسۍ په ګډون د هر ډول ستونزو او بې ځایه لویو لګښتونو بشپړ مخنېوی وکړي.