ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هېوادونو پرون (جمعه-مارچ ۱۵مه) د رایو په اکثریت سره افغانستان کې د دې سازمان د استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ تر ۱۶ مې نېټې پورې وغځاوه.

یاد سازمان د یو اعلامیې په خپرولو سره د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) په ۲۰۰۲ کال د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې جوړه شوې، چې موخه یې له افغانانو سره مرسته او همکاري بلل شوې او اوس مهال یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ځانګړې استازي روزا اوتونبایوا مشري کوي.