ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې سرپرست وزیر د ساداتو مشرانو له پلاوي سره لیدنه کړې

د اهل تشيع د ساداتو مشرانو یو پلاوي، د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره لیدنه کړې.

د پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ پوهنې وزارت د افغانانو د ګډ کور په توګه دنده لري، چې ټولو افغانانو ته له هر ډول تړاو پرته متوازن ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.

یاد پلاوي ويلي؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته یاد وزارت د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې د ستاینې وړ خدمتونه ترسره کړې دي.

دوی زیاته کړې، په لنډ وخت کې د پوهنې وزارت دغه پرمختګونه د دیني او عصري زده کړو د لاپرمختګ په لاره کې د خلکو راتلونکي هیلې زیاتوي.

د ساداتو مشرانو د افغانستان اسلامي امارت له ښوونیز نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او له پوهنې وزارت سره یې د همکاري ډاډ ورکړی دی.