د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د هېواد په کچه یې د ۹۰۰ میګاواټه برېښنا په ظرفیت پروژې ډیزاین کړې دي.
دا پروژې، چې له خصوصي سکټور سره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ډیزاین شوې، په بشپړېدو سره به یې هېواد د صنعت په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا شي او د برېښنا د نشتون له امله تړلې کارخونې به بېرته فعالې شي.
د برېښنا شرکت د پانګونې او همغږۍ رییس فریدالله بشرمل وايي، چې د انرژۍ اړتیاوو ته د دوامداره حل لارو پیدا کولو په موخه یې له بهرنیو موسساتو سره هم خبرې کړې، تر څو د هېواد د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
افغانستان اوسمهال په کور دننه له بېلابېلو سرچینو څخه شاوخوا ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او له ګاونډیو هېوادونو څخه هم په کلني ډول ۱۰۰۰ میګاواټه واردوي، چې د هېوادوالو غوښتنو ته په پام بسنه نه کوي او کورني تولید ته باید لا زیاته پاملرنه وشي.

