ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روان کال کې نیږدې درې زره سیلانیانو د غزني له موزيم څخه ليدنه کړې

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولینو ویلي، د تير کال پرتله سږکال د موزيم د ليدونکو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی او په وینا یې؛ د روان کال له پيله تراوسه دوه زره او ۷۱۲ تنو، چې ۲۹۶ تنه يې بهرني سيلانيان و، د غزني ولايت له موزيم څخه ليدنه کړې ده.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حميدالله نثار ویلي؛ دا مهال په موزيم کې ۱۵۰ قلمه آثار نندارې ته ایښودل شوي دي، چې له اسلامي دورې وړاندې او اسلامي دورو پورې تړاو لري او په ورځني ډول لسګونه ليدونکي لري.

 نوموړي زیاته کړې؛ په موزيم کې ډبرين، فلزي، خټين، کاشي او مسي آثار ايښودل شوي، چې د غزنويانو، باختريانو، کوشانیانو او ساسانیانو دورو پورې تړاو لري.

د يادونې وړ ده، چې د غزني موزيم په ۱۳۵۶ ھ ل کال کې جوړ شوی، چې د هېواد له بډايه موزيمونو څخه ګڼل کيږي.