ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابراتي شرکتونو لپاره د فریکونسیو د مزایدې پایلې اعلان شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولینو د دوشنبې په ورځ ( ۲۸ کب ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د مخابراتي شرکتونو لپاره، د فریکونسیو د مزایدې (بولۍ) پایلې اعلان کړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، چې په یاد خبري کنفرانس کې یې د فریکونسۍ د مزایدې د پایلو په اړه معلومات ورکول، ویلي؛ د فریکونسۍ د مزایدې موخه په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته، له دې طبیعي سرچینې څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې او د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځ کول دي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، د فریکونسیو مزایده په درې بانډونو (۱۸۰۰،۲۱۰۰، ۲۶۰۰ میګاهرتز) کې د کابینې لخوا د ټاکل شوې بین الوزارتي کمېټې په شتون کې په شفاف ډول تر سره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست د معلوماتو پر بنسټ، د مزایدې په یادو بانډونو کې په ټولیز ډول د ۹۸ میلیونه، ۵۲ زره او ۵۱۴ امریکایي ډالرو په بدل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د ۱۵ میګاهرتز فریکونسۍ، د ام ټي ان مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ او د روشن مخابراتي شرکت د ۵ میګاهرتز فریکونسۍ ګټونکي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ویلي؛ مونږ پخپل ټول توان هڅه کوو، چې مخابراتي شرکتونو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې کړو او له هغوی څخه تمه لرو چې هېوادوالو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
سرپرست وزیر څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د نورو سکتورونو تر څنګ، په مخابراتي سکتور کې هم ښکاره او د پام وړ پرمختګونه شوي دي.