ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پر بزګرانو د غنمو ۳۵ میلیونه مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشلي

د کرنې اوبولګولو او مالداري وزارت وایي، چې له وچکالیو سره سره په تېرو دوو کلونو کې دسالم مدیریت په پایله کې افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د مېوو او خوراکي توکو په برخو کې د ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلي.

د دې وزارت د مسولینو په وینا؛ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې پر بزګرانو د غنمو ۳۵ میلیونه مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشلي، چې راتلونکی کال به دغه کچه ۵۰ میلیونه مټریک ټنو ته لوړه کړي.

بزګران وایي، چې د اصلاح شویو تخمونو وېش یې د غنمو پر حاصلاتو دپام وړ مثبت اغیز کړی دی.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په یوه کال کې ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې د افغانستان د غنمو حاصلاتو کچه شاوخوا ۴ میلیونو مټریک ټنه ته رسېده، چې د کرنې وزارت په وینا، تېر کال افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو کچه ۵ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلې، چې د تېرو کلونو په پرتله یو میلیون مټریک ټنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې او مالداري وزارت وايي، چې په تېر کال کې شاوخوا ۴۰ میلیونه مېوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي په خلکو وېشل شوي او ښه پایله یې ورکړې ده.

د یاد وزارت مسولین زیاتوي، چې د افغانستان د مېوو د کورني او بهرني بازار موندنې په موخه یې په ځلونو کرنیز نندارتونونه جوړ کړي او دغه راز یې په بېلا بېلو سیمو کې د زراعتي محصولاتو د ساتنې په موخه سړې خونې جوړې او یا هم ترمیم کړې دي.

د افغانستان د تازه مېوو پلورونکو ټولنه وایي، چې د افغانستان د تازه مېوو مارکېټ لپاره یې بدیلې لارې موندلي او سږ کال یې ګڼو هېوادونه ته صادرات کړي دي.

د کرنې وزرات د مسولینو په وینا؛ په پلازمینه او ولایتونو کې یې د څارویو د حلالولو لپاره معیاري مسلخونه جوړ کړي، چې موخه یې د چاپيریال له ککړتیا او د میکروبونو او ناروغیو د لیږد مخنیوی او غذایي خوندیتوب دی.

دغه‌راز د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق چې د بزګرانو د ملاتړ او کرنې برخې د ودې په موخه جوړ شوی بزګرانو او سوداګرو ته یې ترې ۱.۳ میلیارده افغانۍ د کوچنیو قرضو په بڼه ورکړي او راتلونکی کال به دغه کچه لا لوړه کړي.

اسرار وصال