ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ نور محمد ثاقب: سږ کال د افغان حاجیانو لپاره ۳۰ زره سهمیه ټاکل شوې

د حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نور محمد ثاقب د ۱۴۴۵ هـ ق کال د افغان حاجیانو سهمیې او لګښتونو معلومولو په تړاو خبري کنفرانس کې ویلي، چې سږ کال له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دیرش ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې راکړل شوې سهمیه په شفافه او عادلانه توگه په ټول هېواد کې د حج په متقاضیانو وېشل شوې ده.

د ښاغلي ثاقب په وینا؛ د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه له اریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي هوایي شرکتونو سره قراردادونه شوي دي.

دغه‌راز د حج پروسې لپاره هر اړخیز اړین تدابیر او چمتووالی نیول شوی دی.

شیخ نور محمد ثاقب ویلي، چې د حج او اوقافو وزارت هېواد کې د ستر دیني بسنټ په توګه هېوادوالو ته دیني خدمتونه وړاندې کوي او هوډ لري، چې د الله جل جلاله په مرسته د مناسبو، چټکو او تجربه شوو معاصرو لارو څخه په استفادې سره د ارشادي او اوقافي برخو سر بېره د حج د سترې دینې فریضې او ملي بین المللي پروسې په برخه کې هم غوره او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د حج پروسې د ښه مدیریت په موخه هېواد کې د ننه له ټولو امارتي وزارتونو او ادارو او سعودي عربستان کې له اړوند ارګانونو سره د تللي پلاوي له لوري په لوړه سطحه همغږي رامنځته شوې ده.

شیخ نور محمد ثاقب د سږني حج د لګښتونو په تړاو ویلي؛ سږ کال د حج لګښت ۳ زره ۸۶۵ ډالر او ۹۸ سنټه اټکل شوی، چې ۲۷۷ زره ۶ افغانۍ او ۷۴ پوله کېږي.

دغه‌راز د اهل تشیع هېوادوالو د حج لګښت د ۵۰ ډالرو په توپیر سره ۳زره ۹۱۵ ‌ډالر او ۹۸ سنټه ، چې ۲۸۰ زره ۵۸۹ افغانۍ او ۳۶ پوله کېږي اټکل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ سږ کال د تېر کال په پرتله د حج په لګښتونو کې په کافي اندازه کموالی راغلی دی.