ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو نندارتون پرانیستل شو

پرون يکشنبه(۲۱ د رمضان ۱۴۴۵) ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو پینځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د پرانيستې په مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتیق اللّٰه عزيزي، د چارو ادارې فرهنګي رییس مولوي محمد اسحق اخندزاده، ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو، اديبانو او د رسنيو استازو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د ملي ارشيف ریيس حافظ نعمت اللّٰه منتظر د ملي ارشيف لنډه تاريخچه بيان کړه.

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د ملي ارشيف له لوري د قرانکريم خطي نسخو نندارتون جوړول د ستاينې وړ کار دی.

نوموړي زیاته کړې؛ ملي ارشيف د ټولو هېوادوالو شريکه پانګه ده، چې اوس‌مهال ۲۰۰ زره کتابونه، مجلې، فرمانونه او ګڼ شمېر نور ليکلي تاريخي اثار لري.

دغه‌راز د وياړ خبره داده، چې په ملي ارشيف کې د حضرت عثمان رض تعالي عنه د وخت قرانکريم، چې د حضرت علي کرم اللّٰه وجهه په لاس ليکل شوی، موجود دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتیق اللّٰه عزيزي ویلي، چې د ملي ارشيف ټول اثار تاریخي ارزښت لري، د ارشيف تعمیر ۱۵۰ کاله لرغونی تاریخ لري او د افغانستان ملي ارشيف په سيمه کې بې‌ساري ارشيف دی.

ښاغلي عزيزي د رياست الوزرا اداري مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو ارګانونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول ملي ارشيف او ملي موزیم ته، ځکه یاد وزارت په مستقيم ډول په ولسونو پورې اړه لري، د ملي ارشيف او ملي موزيم ودانۍ رغونې ته اړتيا لري، د اثارو د خونديتوب لپاره اړینې بوديجې ته اړتيا ده، چې بايد پاملرنه ورته وشي.

یاد نندارتون د چارواکو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو.