د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزير مولوي نجيب الله حقاني تیره ورځ کونړ ته سفر کړی.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د چپې درې، ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه کړې او له اسلامي امارت سره د ولسونو په دوامداره همکاریو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي په جوړه شوې ولسي غونډه کې د خلکو ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ مجاهدینو ته په ټولو چارو کې د اسلامي شریعت پابندۍ، تقوا، صبر او استقامت ساتلو لارو ښوونې کړې دي.
ښاغلي حقاني ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین او عام مجاهدین د هېوادوالو هوساینې او وطن ابادۍ ته ژمن دي او په تیرو دوو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزير زیاته کړې، چې هېواد مو په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی، څنګه چې د سرتاسري امن برخمن یو، د الله ج په فضل به مو هېواد په اقتصادي برخو کې هم پر ځان بسیا او هېوادوال به مو د نورو له احتیاج وژغورل شي.
قومي مشرانو غوښتنه کړې، تر څو د پېج درې عمومي سړک اساسي رغونې سربېره د ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې مخابراتي اسانتياوې رامنځته او ټولګټې پروژې پلې شي.