د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي.
د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۹.۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.
حال دا چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۴ میلیون ډالرو ته رسیده.
د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتې صادراتو د ۱۴۰۲ کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۳۲.۹ ميليون ډالره زیاتوالی درلود.
له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۰.۴ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۲ کال په یاده مياشت کې د ۹۹.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي، حال دا چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې تر ټولو ډېر هغه یې پاکستان، هند او چین هېواد ته وو.
همدارنګه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې ترټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.