ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند له کجکي بند څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژې د مسولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسولینو د هڅو قدردانی کړې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو کمښت له امله د برېښنا تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.