ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو سره نېکو اړیکو ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ایران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره لیدنه کړې.

مولوي فضل محمد حقاني په ایران کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو سربیره په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې، همغږي او متقابل درناوی شتون لري او د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مسولین د دغو مناسباتو د لازیاتې پیاوړتیا او پراختیا هڅې کوي.

مولوي فضل محمد حقاني څرګنده کړې، د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزو ته رسېدنه شوې او د حل په اړه یې د شته امکاناتو په چوکات کې لازم اقدامات شوي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر، په یاد هېواد کې مېشتو ټولو افغانانو ته د اړتیا وړ پیژندپاڼو او پاسپورټونو د وېش په اړه د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او کړنو قدردانی کړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره متقابل درناوي او نېکو اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند مسایلو ته د رسېدنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.