ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ دا مهال افغانستان د سیمې په کچه د ارامۍ بېلګه ده

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير تېره پنجشنبه (د غويي په شپږمه) د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې په کابل کې د قزاقستان سفیر هم شتون درلود، سریک ژومانګارین ویلي، قزاق چارواکي د اسلامي امارت لاسته راوړنې څاري او قزاقي سوداګر او پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د پرمختګونو په ستاینې زیاته کړې؛ هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، ترانزیټ او پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارین افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسيو ورکړې ته چمتووالی ښودلی او څرګنده کړې یې ده، دا مهال افغانستان د سیمې په کچه د ارامۍ بېلګه ده له همدې امله نړۍ غواړي په بېلا بېلو برخو کې له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د کابل او الماتا ترمنځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه کړې او ویلي يي دي، په فرهنګي برخه کې له افغان حکومت سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

نوموړي د سیمې په کچه د لویو پروژو د پیل غوښتنې ترڅنګ زیاته کړې، د سیمې د ثبات لپاره د سیمه ییزو پروژو عملي کول مهم دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر او د افغان – قزاق نندارتون پرانيسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوره بېلګه یاده کړې.

مولوي عبدالکبیر پر دې په ټینګار چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او د تعامل زیاتېدو ته لېواله دی ویلي، د سیمې هېوادونه دې په ګډه د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت غواړي چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه، سیمه ییز اقتصادي او سوداګریز فرصتونه رامنځته، تشخیص او ترې ګټه واخلي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د قزاقستان پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې په بشپړ ډول پولې کنټرول کړي، نشه يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت یې رامنځته کړی دی.

سیاسي مرستیال، په سیمه کې امن او ثبات د ټولو په ګټه یاد کړی او زیاته کړې یې ده، د سیمې د ثبات لپاره اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه په ګډه د منطقې ثبات او توسعې ته پراختیا ورکړي.