د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن په سپېدار ماڼۍ کې په متحده عربي امارتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.
بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغان سفارت د چارو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د هڅو په پایله کې یې په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې مېشتو افغانانو ته د پېژند پاڼو او پاسپورټونو په وېش سربېره د هغوی ډېرې ستونزې هوارې کړي دي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د متحده عربي اماراتو له پانګوالو سره په اړیکه کې دي او هغوی په افغانستان کې د کرنې او لوړو زدکړو په برخو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړی دی.
مولوي بدرالدین حقاني په ابوظبۍ ښار کې د افغان سفارت یو لړ وړاندېزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې له نړۍ او ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د مولوي عبدالکبير په وینا، له هېواده بهر دې افغان استازولۍ له کوربه هېوادونو سره په همغږۍ په هغو هېوادونو کې د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې ښې اړیکي غواړي او افغان استازي باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټ په اړه شته فرصتونه او د تعامل سیاسي اراده کوربه هېوادونو او پانګوالو ته ښه توضیح کړي.