د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو يو شمېر علماوو، مجاهدينو او سپين ږيرو او د هېواد د روغتيايي چارو يو شمېر متخصصينو او ډاکترانو سره لیدنه کړې.
د دې ليدنې په پيل کې هغوی د ولايتونو او په ټوله کې د هېواد د ټولنيز، امنيتي، روغتيايي او د ښوونې او روزنې وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي دي.
هغوی په ټول هيواد په ځانګړي ډول ولايتونو کې د امنيت پر ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اوس خلک په ارامه خپلو چارو ته رسېدنه کوي او هېڅ ډول امنيتي اندېښنې نه لري.
دوی همداراز د اسلامي امارت مسولينو څخه غوښتي، چې د پراختیايي پروژو پيلولو، د ښوونې او روزنې پراختيا او روغتيايي کلينيکونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول خپله بنسټیزه ژمنتيا او دنده بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي په يادو ولايتونو کې د ښوونې او روزنې، روغتيا او پراختیايي چارو په برخه کې د هغوی غوښتنو په اړه ویلي، اسلامي امارت يادو چارو ته جدي پاملرنه لري او د امکاناتو په چوکاټ کې به لازم اقدامات ترسره کړي.