ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: ترکیه د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر وړاندې د نسل وژنې په دوسیه کې ونډه اخلي

ترکیه له سویلی افریقا سره یوځای د اسرائیلو پر وړاندې د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل‌وژنې دوسیه کې ونډه اخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان انقره کې له خپل اندونیزیایي سیال ریتنو مرسودي سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې ترکیه د عدالت نړیوالې محکمې ته غوښتنلیک استوي، ترڅو له سویلي افریقا سره په ګډه د اسرائیلو پر وړاندې د نسل‌وژنې دوسیه کې ونډه واخلي.

سویلي‌افریقا په تېره جنوري میاشت کې د عدالت نړیوالې محکمې ته په وړاندې شوې دوسیه کې اسرائیل تورن کړی، چې په غزه کې یې په نسل‌وژنې سره د ملګرو ملتونو د نسل وژنې ۱۹۴۸ کنونسیون مات کړی دی.