ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان او چین د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت په برخه کې څرګند مشترکات لري. د چین له لوري په افغانستان کې پانګونه او اقتصادي پروژو ملاتړ کوو او د امنیت د ټینګښت په برخه يې يو ځل بيا ډاډ ورکړی دی.

دغه راز د چین سفیر په افغانستان کې سراسري امنیت د اقتصادي او سوداګریزو پروژو له لپاره یو مهم فرصت ياد کړی او ویلي یې دي، چې چین له سیاستونو سره د نه مداخلې، خپلو تاريخي همکاریو ته دوام ورکوي او په سوداګریزو او اقتصادي مسایلو او نورو ورته برخو کې همکاري کوي.

د دې تر څنګ دواړو لورو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه بحث او خبرې کړې دي.