ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فیروز کوه موسسه د هنري او فرهنګي بنسټونو په برخه کې خپله همکاري پراخوي

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د فیروز کوه موسسې له رییس ښاغلي هري سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د فیروز کوه موسسې رییس د یادې موسسې له لوري په کابل او بامیانو ولایت کې د روانو پروژو د فعالیتونو او پر مخ یې د شته ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړي او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې د فعالیوتونو او پلانونو ارزونې تر څنګ اړینې مشورې ورکړې او ویلي یې دي، چې د فیروز کوه موسسه په افغانستان کې تاریخي مثبت شالید لري او د افغانستان د خلکو د فرهنګي ارزښتونو او اړتیاوو په رڼا کې خدمتونه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس د دې وخت دی چې نوموړي بنسټ نور هم خپل خدمات او پروژي پیاوړي او زیاتي کړي.

د فیروز کوه موسسه مشر ویلي، چې په روان کال کې ګڼې هنري او فرهنګي هڅې پېل کړې او د اطلاعات کلتور وزارت په همغږی به د هنرستان او خلکو فرهنګ د ریاستونو د برنامو او پلانونو په غښتلتیا او تجهیز کې اړینې همکارۍ وکړي.