ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مخابراتو وزارت: د هېواد په ټولو زونونو کې د انټرنیټ د کیفیت معلومولو او څارلو دستګاوې نصب شوې

که څه هم د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته دهېواد په کچه مخابراتي خدمتونه پراخ شوي، خو د انټرنیټ د بیو او کیفیت ستونزه پر ځای ده.

د خلکو په وینا له یوې خوا انټرنیټي بستې په لوړه بیه پېري او له بل لوري یې ټیټ کیفیت اړتیاوې نشي پوره کولای.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وایي؛ د هېواد په ټولو زونونو کې یې د انټرنیټ د کیفیت معلومولو او څارلو دستګاوې نصب کړي، چې د انټرنیټ په کیفیت کې به د ښه‌والي لامل شي.

د یاد وزارت مسولین وايي؛ په بازارونو کې یې د مخابراتي شبکو د ناراجستر شویو سیمکارټونو د پلور مخه نیولې، چې د جرمونو په کموالي کې به د پام وړ اغیز ولري.

دغه‌راز زیاتوي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې یې ګڼو لیرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمتونه پراخ کړي او له مخابراتي پوښښ څخه پاتې سیمو ته د خدمتونو رسولو بهیر لاهم دوام لري.