ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې؛ د ګوزڼ له منځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له رییسې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع هم حضور درلود.

په پیل کې مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو لکه؛ د نشه‌یي توکو د کر، تولید او قاچاق، د معتادینو راټولولو او درملنې، د اداري فساد محوه کولو او په هېواد کې د سراسري امنیت د تأمین کې زیات او د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت استازي ته په روغتیا نړیوال سازمان کې د څوکۍ سپارلو، د اجرایوي بورډ په جلسو او د مدیترانې سیمې د رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان د غړیتوب اعاده کولو ترڅنګ د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو څخه د بین المللي سازمانونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه‌راز زیاته کړې یې ده، چې په دې وروستیو کې زموږ زیات شمېر هېوادوال وروستیو شدیدو سیلابونو سخت زیانمن کړي، هیله لرم په دې برخه کې نړیوال سازمانونه لازمه همکاري وکړي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو جبري ایستل په ښه ډول مدیریت کړل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له همکاریو او مرستو هم مننه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د پولیو یا ګوزڼ له منځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي او د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د فعالولو او واکسین د تأمین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز د ایجاد او د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو، د کوچنیانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د لابراتوارونو فعالولو، د متخصصینو روزنې او په طبي وسایلو د روغتونونو او کلینکونو د سنبالولو په برخو کې د روغتیا نړیوال سازمان د همکاري غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې ډاکټر حنان حسن بلخي ویلي، چې د روغتیا مسله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غېرې سیاسي ده او د دې سازمان په لومړیتوبونو کې قرار لري.

اغلې حنان حسن بلخي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې او زیاته کړې یې ده؛ هیله لرم په صحي او تعلیمي برخو کې افغانانو ته غوره شرایط برابر شي، ځکه په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا په برخه کې افغانان د غوره خدمتونو د لاسرسي وړ دي.

نوموړې څرګنده کړه؛ د روغتیا نړیوال سازمان له نورو بین المللي ارګانونو او اروپایي ټولنې سره په ګډه یوه درې کلنه پروژه لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو ایجادول پکې شامل دي.

ډاکټرې حنان حسن بلخي، پولیو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو په مننې سره ویلي؛ له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهترینه لاره ټولو افغانانو ته د واکسین تطبیق دی.

دغه‌راز ډاډ یې ورکړی، چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو مسئله به د روغتیا نړیوال سازمان او نورو اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.