ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: روغتیا، زده‌کړې، بشري مرستې او اقتصادي مسایل باید له سیاست سره ونه تړل شي

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود په افغانستان کې د پولیو پر ضد پر هڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په تړاو او ورته نورو موضوعاتو خبرې شوې.

د نړیوال روغتیايي سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي ویلي؛ پر داسې یوه طرحه کار کوي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې د دغه ډیالوګ مشري وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د بل ګټس بنسټ ۱۵ میلیونه ډالر افغانستان سره د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ځانګړي کړې دي.

همداراز د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو حکومتونو هم په خپل وار درې-درې میلیونه ډالرو په کچه افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرسته په پام کې نیولې ده.

د دې تر څنګ د بل ګټس بنسټ افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه تګ لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي دي.

د بهرنیو چارو وزیر د اړوندو سازمانونو له استازو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د پولیو پرخلاف مبارزه د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې حکومت د پولیو په ګډون ټولو روغتیايي ټیمونو ته د امنیت په برابرولو کې پوره هڅه کوي او خوندي کاري چاپېریال یې برابر کړی دی.

مولوي امیر خان متقي پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ټینګار يې کړی، چې د روغتیا، زده‌کړې، بشري مرستې او اقتصادي مسایل باید له سیاست سره ونه تړل شي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د پولیو مسئله په بشپړ ډول بشري ده او له سیاست سره باید ونه تړل شي.

د نوموړي په وینا؛ د امنیت له راتګ او فساد د له منځه تللو سره اوس افغانستان کې نړیوالو بشري سازمانونو ته د کار ښه زمینه برابره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې افغان استازی ومني تر څو نړیوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې ریښتینی انځور ترلاسه کړي.