ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت مسولین: تېر کال د څه باندې درې میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي

د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو د سه شنبې په ورځ (۱۸ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري ناستې پر مهال، د یو شمېر مهمو کړنو او لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

 د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس عبدالرحمن رحماني په دې خبري ناسته کې ویلي؛ د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ سب سټېشن د رغولو چارې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوي او نږدې یو زر او ۲۰۰ پېرودونکي له برېښنا څخه برخمن شوي دي.

دغه راز، د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو پریکړه لیک د افغانستان برېښنا شرکت او د افغان انوېست شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره پېرودونکو ته برېښنا ورسېږي.

ښاغلي رحماني زیاته کړې؛ د غزني – کندهار ۲۲۰کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي پروژې د پاتې چارو پیلول، د ارغندي- غزني ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د سرکټ رغول، د نورالجهاد سب سټیشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارو پیلول، د پنجشیر ولایت د پارندې برېښنا بند د رغولو چارو پیلول، د میدان وردګو ولایت د چک او کونړ ولایت د ماڼوګي برېښنا بندونو د پاتې چارو پیلول، د سروبي برېښنا بند د جنراتور ترمیم او د اسعد آباد برېښنا کارخونې د رغونې چارو بشپړېدل، په تېر کال کې د برېښنا شرکت له لاسته راوړنو څخه دي.

د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس د معلوماتو پر بنسټ، د تېر کال پر مهال د میوند ولسوالۍ د برېښنا شبکې او د غزني ولایت د ۱۴ پایې ټرانسفرمرونو چارې بشپړې شوي، چې له امله یې په ټولیز ډول اته زره پېرودونکو ته برېښنا رسېدلې ده.

همدارنګه له عسقلان څخه تر کندوز هوایي ډګر پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا او د کابل له ارغندې څخه تر لوګر، پکتیا او خوست سب سټېشن پورې د نوري فایبر مزي هم رغول شوي دي.

همداراز ښاغلي رحماني څرګنده کړې، چې په تېر یوه کال کې د برېښنا رسونې په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶۷ پایې استوګنېز ټرانسفرمرونه له شبکې سره نښلول شوي، چې په پایله کې یې ۲۸ زره او ۳۴۴ پېرودونکي د برېښنا څخه برخمن شوي دي.

په دې خبري ناسته کې د یاد شرکت مسولینو ویلي؛ د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید دستګاه د طرحې وروستي کول، د نورالجهاد له سب ستیشن څخه د هرات تر پل هاشمي سب ستیشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو طرحې وروستي کول، د کابل ولایت د تره خیلو د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار ولایت حصار شاهي د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید طرحې وروستي کول، په کندهار کې د سولري برېښنا ۸۰ میګاواټه په ظرفیت د دستګاه جوړولو، هرات کې د بادي برېښنا ۲۰۰ میګاواټه دستګاه جوړولو، بغلان کې د ‌ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دستګاه جوړولو، هرات، پنجشیر، کونړ او بادغیس ولایتونو کې د نیمه کاره پروژو بشپړولو ته د پانګوالو لیوالتیا، د یاد شرکت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.

د مسولینوپه وینا، د برېښنا بېلونو سیستم کې څلور زره او ۸۰۰ مېټرونه ثبت شوي، ۴۱ زره او ۵۶۱ انالوګ مېټرونه ډیجیټل ته اړول  شوي، چې د ضایعاتو راټېټولو، شبکې اصلاح او د عوایدو کچې لوړوالو برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه مسولینو زیاته کړې؛ په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي.

اوزبیکستان ته ۸۶.۹ میلیونه، تاجیکستان ته ۶۶.۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸ میلیونه او ایران ته ۳۷.۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د څه باندې درې میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت نهه ساختماني پروژې پلي شوي دي.