د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال د سرپل ولايت د نفتو او ګاز د ویستنې رییس او مسولينو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افچين کمپنۍ رییس شي جي ژانګ د تيلو او ګازو د ویستنې په اهميت او په افغانستان کې د دې کمپنۍ په اقتصادي موخو باندې د برلاسيتوب خبرې کړي.
نوموړي د کمپنۍ د جواز او په دواړو هېوادونو کې په قانوني ډول د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې د اسانتياوو غوښتنې ترڅنګ ویلي، غواړو د افغانستان د انرژۍ په نورو برخو کې هم پانګونه وکړو.
شي جي ژانګ ویلي، موږ په تېر يوه کال کې د افغانستان خزانې ته د ګازو له ویستنې څخه ۲۸ ميلیونه ډالر ماليه ورکړې ده.
د افچين کمپنۍ رییس زیاته کړې، په دې کمپنۍ کې يې یو زر او ۳۰۰ افغان کاريګرو ته مو د کار زمینه برابره کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له چینایي پانګوالو څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې یې سترې پروژې په کار اچولي دي او دا يې د دواړو ازادو هېوادونو په اقتصادي برخو کې د یو ستر بدلون لامل ياد کړی.
دغه راز نوموړي ویلي، زمونږ اقتصادي پالیسي هم د دواړو هېوادونو په راکړه ورکړه باندې ولاړه ده.
ښاغلي جمال په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د سترو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.