د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د بې وزلو هېوادوالو د لاسنیوي، د دوامداره وینې کمونکو (تلاسیمیا) ناروغانو لپاره د روغتون جوړېدو، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې اړوند خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیایې سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونه لوړل اړین بللي او په دې برخه کې له متحده عربی اماراتو د همکارۍ غوښتنه کړې.
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د بې وزلو هېوادوالو د درملنې او د دوامداره وینې کمونکو ناروغانو لپاره د روغتون جوړېدو په برخه کې د دې هېواد د روغتیايي ادارو سره د موضوعاتو د شریکېدو ډاډ ورکړی دی.