ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرې میاشتې د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د ريیس الوزرا پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله و کفی والصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد:

قال الله تبارک و تعالی: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (۲) المائدة. صدق الله العظیم.

خیرخواهي، همدردي او یو له بله د خیر په چارو کې مرسته او کومک هغه بهترین عمل دی چې په دیني لحاظ د خورا ستر اجر درلودونکی او په اخلاقي لحاظ د سترو انساني صفاتو او فضائلو له جملې ګڼل کیږي.

موږ پر دې مکلف یو چې د یو بل له حاله ځان خبر کړو، یو له بل سره خواخوږي او همدردي ولرو، د بې وسه او بیچاره خلکو لاس ونیسو، د محتاجو خلکو احتیاج رفع کړو او د خپل توان تر اندازې ورسره مرسته وکړو.

څرنګه چې زموږ هیواد افغانستان له تېرو څلور نیمو لسیزو راهیسې د جګړو او نا امنۍ شاهد و او ولس مو ډیر کړیدلی دی، بناء زموږ ټولنه د بل هر چا په نسبت ډیرې خواخوږۍ، همدردۍ او یو له بل سره مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالې ورځې په مناسبت باید ووایو، چې په افغانستان کې د دغسې مرسته کوونکو سازمانونو مسؤلیت خورا مهم او دروند دی. زموږ ولس که څه هم له جګړې راوتلی او له سرتاسري امن څخه برخمن دی. اما د جګړې ناخوالې او زخمونه لا هم په میراث راپاته دي. په میلیونونو هیوادوال مو په کور دننه یا له هیواده بهر د کډوالۍ ژوند کوي. په لوی شمیر معیوبین، یتیمان، کونډې او بې وسه هیوادوال لرو چې مرستو ته اړتیا لري.

بناء د مرستندویه ادارو مسؤلیت جوړیږي، چې په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو بیلابیلو برخو کې خپلې مرستې تر پخوا زیاتې او چټکې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ټولو مرستندویه سازمانونو کار او خدمتونه د قدر وړ بولي، دوی ته یې د فعالیت مناسبه زمینه برابره کړې، د دوی امنیت او مصؤنیت ته یې جدي توجه کړې او ستونزو ته یې په خپل وخت رسیدګي کوي.

د سرې میاشتې د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټولو وس لرونکو هیوادوالو، مرستندویه بنسټونو او سازمانونو غږ کوم چې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې کلک ملاتړ وکړي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې زموږ د هیواد تر ټولو مخکښه مرستندویه اداره ده، بې وزله هیوادوالو ته د مرستو په رسولو کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او لا هم د هیواد په ټولو برخو کې خپلو خیریه فعالیتونو ته دوام ورکوي. د افغاني سرې میاشتې د ټولنې حمایه کول په اصل کې د هیواد د بې وزلو، بې کوره او محتاجو اوسیدونکو حمایه ده چې زموږ ټولو ګډ مسؤلیت ګڼل کیږي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په شمول د ټولو مرستندویه خیریه ادارو د فعالیتونو قدرداني کوم او دوی ته په خپلو خیریه کارونو کې د لا نور توفیق غوښتونکی یم.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الحاج ملا محمد حسن آخند

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء

نیټه: ۲۹/ شوال المکرم/۱۴۴۵ هـ ق