ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه؛ اردوغان: اسرائیل د خپل قلمرو پراخولو په موخه بې‌ګناه فلسطینیان وژني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې ویلي، چې غزه کې د اکتوبر له ۷مې راهیسې داسې قتل عام او وژنې روانې دي، چې تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی او اسرائیل د خپل قلمرو پراخولو په موخه د بې‌ګناه فلسطینیانو وژلو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه د ۱۵ زره ماشومانو په ګډون ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان، له ۸۰ زره زیات ټپیان او دوه میلیونه نور بې‌سرپناه او بې‌کوره شوي دي.

د دې تر څنګ ۱۵۰ ژورنالیستان وژل شوي، هغه څوک چې د نړۍ لیرې نقطو ته یې د غزې د دردناکو او ټکان ورکوونکو صحنو رسولو هڅه کوله، خو د اسرائیلي اشغالګرو له لوري په نښه شول.

دغه‌راز غزه په یوه زندان بدله شوې او موږ د تاریخ په پاڼو کې د هیټلر له وخت پرته د غزې د عامه‌وژنې په څېر بل قتل عام نه و لیدلی.

د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې غزه کې ټول بشري او نړیوال قوانین نقض شوي او د روغتونونو او مدرسو په شمول عامه‌سمیې بمبارېږي او ټول‌وژنه روانه ده.

ښاغلي اردوغان ټول انسانیت په یوه ازمایښت کې ګڼلی او ویلي یې دي، چې موږ مسلمانان باید په قران منګولې ولګوو، متحد شو او یو د بل ملاتړ وکړو.

د ترکیې ولسمشر له افغان ولس سره د ورستيو سیلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه هم خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې او د اسلامې نړۍ د علماوو یاده غونډه یې مهمه بللې ده.

د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه چې په استانبول ښار کې روانه ده، د هېواد د حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب هم پکې ګډون کړی دی.