د ترکیې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي کنفرانس د یوه پرېکړهلیک په خپرولو سره پای ته ورسېد.
د دې کنفرانس په پرېکړهلیک کې پر غزه د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندل شوي او په سملاسي بندېدو یې ټینګار شوی دی.
په دې پرېکړهلیک کې ویل شوي، چې بیتالمقدس د مسلمانانو دی او فلسطین او غزه هم په مسلمانانو پورې اړه لري او تر پایه به همداسې پاتې کېږي.
د هېواد د حج او اقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب هم په یاد کنفرانس کې ګډون کړی و.
ښاغلي ثاقب په دې غونډه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي، تر څو په اتفاق او یووالي سره د صهیونیستي رژیم د بریدونو مخه ونیسي او د فلسطین له مظلومو مسلمانانو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړي.
د اسلامي نړۍ د علماوو درې ورځنی مشورتي کنفرانس چې د ترکیې په کوربتوب پيل شوی و، پای ته ورسېد.