د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر هېواد د بشري مرستو له مسول مشعل الهاجري سره د بغلان ولايت په بروکې ولسوالۍ کې لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال ملا نور الدين ترابي او د اقتصاد وزارت مرستیال مولوي محمد عالم جمیل هم شتون درلود.
ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې او پياوړې کوي.
د بشري مرستو لپاره د قطر هېواد مسول د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، دوى د ښه نيت له مخې خپلې مرستې افغانستان ته را استولي، چې تر يوه حده به د اړمنو افغانانو ستونزې پرې حل شي.
نوموړي د قطر او افغانستان اړيکو ته په اشارې سره زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه اوسمهال پياوړې سياسي او اقتصادي اړيکې لري او په کار ده، چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو اړيکې پراخې شي.