په چین کې د افغانستان د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د افغانستان لپاره د چین د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر یوشیایونګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان په هکله په سیمه ایزو او نړیوالو دایریدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسایلو مفصلې خبرې شوې.
دغه راز د سفارت سرپرست د مخدره موادو په کښت او قاچاق بندیز، د معتادینو درملنه، د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولي واحد ثبات، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، ترانزیټي اسانتیاوې او داسې نور د اسلامي امارت د تېرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره ښه فرصتونه برابر شوي.
ځانګړي استازي یوشیا هم یادونه وکړه، چې افغانستان اوس یو ازاد او مستقل هیواد دی، پیاوړی نظام لري او د سیمې هیوادونو سره په ځانګړي توګه له چین سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ زمینه برابره شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې باید له لاسته راغلي فرصتونو څخه استفاده وکړو او پرې نږدو چې دغه فرصتونه ضایع شي.
په پای کې دواړو لوریو له یوه بل او د سیمې له هېوادونو سره په ښو اړیکو، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي راکړه ورکړه ټينګار کړی دی.