ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو سره په برکه ولسوالي کې لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال الحاج ملا نور الدين ترابي او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د شهیدانو دقیق ارقام د سروې ټیمونو له لوري راټول او د هر شهید کورنۍ ته نقدي، خوراکي توکي او البسه توزیع او همدا راز د ټپیانو درملنه شوې ده. نوموړي زیاته کړې؛ د سروې ټیمونو د تخریب شوو کورونو، کرنیزو ځمکو، اوبو کانالونو، کاریزونو او همدا راز تلف شوو څارویو سروې پيل کړې، چې له بشپړېدو وروسته به په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري له زیانمنو کورنیو سره هراړخیزې مرستې وشي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې پر بغلان سربېره په نورو ولایتونو کې هم سېلاب‌ځپلو ته نقدي او د خوراکي توکو مرستې لېږل شوې دي.

د غونډې په پای کې د برکې او نهرین ولسوالیو سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه کړې، چې په وخت یې دوی ته د نجات ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل.

همداراز د یادو ولسوالیو اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړی دی.