افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سیاسي مشر سکاټ سمیټ او مل پلاوي د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ د اسلامي امارت لخوا د امنیت ټینګښت او په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې یوناما د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو ریښتینی انځور د ملګرو ملتونو له سازمان او نړۍ سره شریک کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې له موجوده امنیت په ګټه اخیستلو د یوناما لوړ پوړي مسولین توانیدلي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته سفر وکړي.
وروسته مولوي ذاکر په افغانستان کې د یوناما کاري ماموریت اړین یاد کړی او ویلي یې دي، چې اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) هڅو او فعالیت ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، یوناما دې د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات وړاندې او هغوی دې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.