د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې، مکې مکرمې او مدینې منورې ته د تللي پلاوي (هیئت سکن) مشر مولوي عبد الولي حقاني خپل کاري راپور وړاندې کړ.
یاد پلاوي د روان ۱۴۴۴ هـ ق د روژې مبارکې میاشتې پر دوهمه نېټه په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره د عمارو، ترانسپورټ، صحت، غذا او نورو اسانتیاو برابرولو په هدف سعودي عربستان ته سفر کړی وو.
د دغه پلاوِِِي مشر مولوي عبد الولي حقاني د خپل کاري راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې هلته یې په ټولو اړوندو برخو کې له مختلفو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسب قیمت قراردادونه لاسلیک کړي دي.
دغه راز په غونډه کې د في نفر حاجي د ټول مصرف په هکله تفصیلی بحث او ارزونه شوې، چې ژر به یې د ارشاد ،حج او اوقافو وزارت لخوا تفصیلی جزیات وړاندې شي.
د دې تر څنګ د پورته ذکر شویو موضوعاتو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرو حجاجو لپاره هم د معلمینو د تعیین او تدریب او یو لړ نورو مسائلو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.