ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور او دفاع وزارتونو مسولینو دکابل بالاحصار له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي،د ملي دفاع وزارت د کشف لوی رییس مولوي علي محمد معتصم او د یاد وزارت د امنیتي خدماتو رییس قاري حامد وزیري د اطلاعاتو کلتور وزارت د لرغون پوهنې رییس ذبیح الله سادات او د یاد وزارت د تاریخي ابداتو رییس انجینر حسیب الله نسیمي د کابل بالاحصار د تاریخي کلا د بیارغونې د ارزونې په موخه لینده وکړه.
په پیل کې هلته د روانو ساختماني کارونو په اړه د اغا خان نړیوال سازمان د فرهنګي برخې مسولین چې د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې مسولیت لري د یادو وزارتونو چارواکو ته معلومات ورکړ او د خپلو کارونه د ستونزې د شریکولو سربېره په ځينو برخو کې دهمکارې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو کلتور وزارت هنري او فرهنګي چارو معین د اغا خان نړيوال سازمان د فرهنګي برخې له مسئولینو مننه وکړه او د کارونو څخه یې رضایت وښوده او په ځينو برخو کې مشورې ورکړې.
د کابل بالاحصار تاریخي کلا او سیمه چې پخوانیو جګړو کې ویجاړه شوې وه د بیارغونې برخه یې د اطلاعاتو کلتور وزارت په هڅو پیل شوي چې تر بشپړیدو ورسته به د هنري او کلتوري فعالیتونو لپاره ګټه ترې واخیستل شي.