ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي وویل؛ رسنۍ د کلتوري يرغل او د سمت، ژبې، قوم او مذهب په نومونو د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو په مخنیوي کې د مغرضو کړيو د دسیسو په شنډولو کې مهم رول لوبولای شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دی او هېڅوک د ټولنې د ستونزو او غوښتنو په شريکولو کې د رسنيو له ارزښتناک رول څخه انکار نه شي کولای.

په همدې حال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي مرستیال مولوي سعد الدین سعید وویل، چې افغانستان کې ځینې رسنۍ د خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکولو له امله بندې شوي او اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له رسنیو سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د موبي ګروپ رییس د افغانستان د تلویزیونونو په استازولي خبرې وکړې او وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګڼو ستونزو ته رسېدنه شوې او هیله‌مند دي چې پاتې ستونزې یې هم حل شي.

په دې غونډه کې د یو شمېر نورو رسنیو استازو په خپلو خبرو کې وویل؛ د اسلامي امارت له راتګه وړاندې داسې ویل کېدل چې ګواکي د اسلامي امارت په راتګ سره به د ازادو رسنیو فعالیتونه بند شي، خو اوس چې په ټول هېواد اسلامي امارت حاکم دی رسنۍ ازاد فعالیت کوي.