د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت پيغام
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلام ، هیواد او هیوادوالو ګټو ته ژمنو خبریالانو او د مطبوعاتو غړو ته مبارکي ویلې ده.
سیاسي مرستیال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مطبوعاتو پر حقایقو او واقعیتونو بناء ازادۍ ته درنښت لري او عملاً یې په هېواد کې ورته اجازه ورکړې ده.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت هغو رسننیو او خبریالانو کار ته چې واقعیتونه خپروي او د ټولنې رښتیني انځور ته انعکاس ورکوي د قدر په سترګه ګوري او د هر راز همکارۍ ډاډا ورکوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې رغنده او د بیان سالم او اصلاح کوونکې ازادۍ ته ژمن دی او په عملي ډول یې زمینه ورته برابره کړې ده. اسلامي احکام هم پر حقه وینا، د بیان پر سالمې ازادۍ او اصلاحي نیوکو امر کړی او دې ارزښتنو ته پر درنښت کولو ټینګار کوي، موږ د بیان سالمه او رغنده ازادي او د مطبوعاتو پياوړي کول د ټولنې د اصلاح، د ولس او امارت ترمنځ د واټن کمولو او د ستونزو د پای ته رسو لپاره مهم ګڼو. موږ له خپله اړخه له رسنیو سره د همکارۍ او د بیان ازادۍ ته د احترام ډاډ ورکوو او له محترمو رسنیو، سیاسي شنونکو او د مطبوعاتو له کارکوونکو او مدافعانو هم غواړو، چې خپل نشرات، غوښتنې او اظهارات د ټولنې عیني او ذهني واقعي شرایطو ته په پام ، د ملي یووالي د تحکیم، د اسلامي او ملي ارزښتونو پر رعایتولو او رغوونکو نظرونو استوار کړي.
مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې؛ موږ هیله لرو، چې د هېواد رسنۍ او د مطبوعاتو د ډګر همکاران د بهرنیو مغرضو رسنیو او کړیو د پوچو او ناسمو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او په خپله لوړه افغاني، دیني او ملي روحیه خپل دین او ولس ته کار وکړي.

