ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې غوره ثبات لرونکی پولي واحد شو

د افغانستان بانک استازو د ۲۰۲۳ میلادي کال د مې په ۲ او ۳ نېټه د سارک فایننس د مرکزي بانکونو د رییسانو په ۴۳ غونډه کې چې د پاکستان هېواد په مرکز اسلام اباد کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډېټابېس، وړتیا لوړونې، د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو تر سره کولو او یو شمېر نوور مهمو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث شوی او په پایله کې روښانه شوې، چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له با ثباته نرخ څخه برخمن دی.

د دې غونډې په دویمه ورځ په سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې اړوند نوښتونو، د سارک هېوادونو پر مالي سیستم د اقلیمي بدلون پر اغېزو او سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې راتلونکو ګامونو بحثونه شوی دی.

دغه‌راز د افغانستان په ګډون غړو هېوادونو د اقلیمي بدلون اړوند معلومات شریک کړي، یو شمېر متخصصینو د اړوندې موضوع په اړه خبرې کړې او د بانکونو له لوري د اقلیمي بدلون اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله تر سره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د سارک سازمان په ۱۹۹۸ کال کې د هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان هېوادونو له خوا جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د دې شبکې په څوارلسمه غونډه کې د سارک د اتم غړي په توګه ومنل شو.

د دغې شبکې د جوړېدو موخه د سیمې د لوی اقتصاد د پالیسیو، د سارک شبکې د بحثونو، ګډو څېړنیزو مطالعاتو، د مالي پراختیا په برخه کې د همکارۍ، د بانکي چارو د تنظیم او څارنې په برخه کې ګډې همکارۍ، د ظرفیت لوړول او د نویو وړاندیزونو او طرزالعملونو په اړه بحثونه دي.