ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر: کروندګر دې د عصري کرنې پلانونو په عملي کولو سره د تولید کچه لوړه کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د دغه ولایت د رییسانو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دغه ولایت کې د کروندګرو او مالدارانو د پوهاوي د کچې لوړولو او عصري کرکیلې سره د هغوی د اشنا کولو او اصلاح شوي مالدارۍ خبرې شوي.

د کرنې وزیر ویلي؛ دا د اسلامي امارت د چارواکو او په ځانګړې توګه د کرنې وزارت دنده ده، چې د خلکو د افکارو په بدلولو کار وکړي، ترڅو د هغوی د کرنې او مالدارۍ د تولید کچه لوړه او اقتصاد یې وده ومومي.

مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د مسولیتونو په اړه ویلي؛ د څارویو د نسل اصلاح، د ځمکې مدیریت، د عصري کرنې ترویج، د عشر او زکات راټولول او د اوبو مدیریت د کرنې وزارت له بنسټیزو مسولیتونو څخه دي.

نوموړي د بلخ له سیمه ییزو مسولینو څخه هیله کړې، ترڅو بزکرانو او مالدارانو سره د کرنې او مالدارۍ سکتور د پلانونو په عملي کولو کې همکاري وکړي.

د بلخ مرستیال والي د افغانستان ځان بسیاینه په کرنې پورې تړلې بللې او د اړوند ولایت مسولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د کرنې له کارکوونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.