ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې؛ که هر څوک په هره بهانه زموږ په حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسولیت به يې پر خپله غاړه وي

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د ملي حاکميت د نقض احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ګڼلې او ویلي یې دي، چې د هېچا په ګټه نه ده.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرګندونې وکړي.”

ملي دفاع وزارت ټینګار کړی: “که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.”

دغه‌راز په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی؛ د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې وکارول شي.

د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت یادې څرګندونې د پاکستان دفاع وزیر د تازه ګواښ په غبرګون کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ګواښ کړی، چې که اړتیا وي په افغانستان کې دننه به بریدونه وکړي.