ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې سوېلي افریقا ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړی یوه ورځنۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او ستره بریا یې پخپل نوم کړه.

افغان لوبډله پرون (چهارشنبه، د وږي۲۸مه) د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې ډګر ته ښکته او بریا یې خپله کړه.

دا په نړیوال کرېکټ کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو لومړنۍ بریا وه، چې پخپل نوم یې ثبت کړه.

د یادې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې ښه پیل واخیست او د غوره توپ‌اچونې پر مټ یې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۰۶ منډو وسوځول.

د افغان لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوې ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه پاڼۍ کې افغان اتلانو د ګلبدین نایب د ۳۴* او عظمت‌الله عمرزي د د ۲۵ نا سوځېدلو منډو پر مټ افغان لوبډله تر بریا ورسوله او سیالې لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

فضل الحق فاروقي د ۳۵ منډو په بدل کې د ۴ ویکټو په اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې لوبلړۍ دویمه لوبه به راتلونکې جمعه د روانې سنبلې/وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ په ژوندۍ او قانوني بڼه له ملي سپورت څخه خپرېږي.