د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د بنګلهدېش هېواد له یو شمېر هغو سوداګرو او پانګهوالو سره لیدنه کړې، چې د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې لېوالتیا لري.
په دې لیدنه کې په کرنه، مالدارۍ او د لمریز سیستم له لارې د اوبولګولو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
بنګلهدېشي پانګهوالو خپله لېوالتیا د مالدارۍ، کرنې او د لمیز سیسټم له لارې د اوبولګولو په برخو کې څرګنده کړې ده.
یادو پانګه والو په دې لیدنه کې، په رسمي چارو کې د اسانتیاوو او د ځمکې د برابرولو غوښتنه کړې، چې د کرنې وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
دوی همداراز د خپلو تجربو یادونه کړې، چې په بېلابېلو هېوادونو لکه جنوبي افریقا، دوبۍ، ګانا او بنګلهدېش کې یې فعالیت کړی او خپل محصولات یې په یادو هېوادونو کې پلورلي دي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان لپاره یې هم د کار کولو علاقه شته.
د کرنې وزیر د دې پانګهوالو د لېوالتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مناسب چاپېریال لري او په سولر سیسټم د اوبولګولو کار به مثبتې پایلې ولري.
همداراز یادو پانګهوالو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د کرنې وزارت د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

