ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج ملي کمېټې غونډه؛ د روان کال د حج پر پروسې خبرې شوي

د حج ملي کمېټې غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون تېره ورځ (چهارشنبه، د مرغومی په پینځمه) ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د روان کال د حج پروسې په اړه د دې وزارت د کړنو په هکله غونډې ته معلومات وړاندې کړې دي.

 وروسته د افغانستان ملي بانک او نورو په شرایطو برابرو خصوصي بانکونو سره د راټولولو، د اضافي پیسو د ورکړې او سعودي عربستان ته د هغو د لېږد په موخه د تړون کولو، عربستان ته د حاجیانو د انتقال په موخه له هوایي شرکتونو سره د تړون، د لازمو واکسینونو د برابرولو او تطبیق، د خدماتو برابرولو، د امنیت د ټینګښت، د تذکرې او پاسپورت د وېش، د استوګنې ځای د برابرولو او حاجیانو ته د نورو اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.