د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه کړې.
د دې غونډې په پیل کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي د کمېسیون غړو ته ښه راغلاست ترڅنګ، د تېرې غونډې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه او ستاینه کړې.
د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې غونډه کې د راه فردا او ارزو تلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه د دواړو خواوو په شتون کې څېړل شوي، او د حل په موخه یې یوه قضیه محکمې او بله قضیه د کمېسیون راتلونکې غونډې ته د لا څیړنې په موخه وړاندې شوه.
همدا راز په څلورو نورو موضوعاتو هم خبرې شوي، چې په اړه يې اړینې پرېکړې وشوې.